میدان وردګ؛ د څلورو ولایتونو ترمنځ د ووشو سیالۍ ننګرهار وګټلې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او ووشو فدراسیون له لوري د دغه ولایت په مرکز میدان ښار کې د پسرلي د راتګ په نوم د څلورو ولایتونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ننګرهار وګټلې.
په دغه سیالیو کې د څلورو ولایتونو میدان وردګ، ننګرهار، غزني او بامیان ورزشکارانو ګډون کړی وو، چې د ننګرهار لوبډلې د سرو زرو د پنځو او سپینو زرو د څلورو مډالونو په ګټلو سره لومړی مقام وګاټه.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه د ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ همغږي، یووالی او ورزش ته د هغوی هڅول دي.
