میدان وردګ؛ د خپلواکۍ د دویمې کالیزې په مناسبت په زړه پورې ورزشي نندارې وړاندې شوې
د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او سپورت آمریت له لوري د خپلواکي د دویمې کالیزې په مناسبت ځانګړې ورزشي نندارې او مراسم ترسره شول.
په دې مراسمو کې د میدان وردګ ولایت د ادارو مسولینو، ورزشکارانو او نندارچیانو برخه اخیستې وه او د بېلابیلو سپورتي څانګو سلګونو ورزشکارانو خپلې بدني وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړې.
د میدان وردګ ولایت د سپورت امر ذبيح الله وهاج د مراسمو او نندارو برخه والو ته په وینا کې تېر یو کال د میدان وردګ ولایت د ورزشکارانو لپاره له لاسته راوړنو ډک وباله.
د ښاغلي وهاج په خبره په تېر یوه کال کې د میدان وردګ ولایت د بېلابېلو رشتو ورزشکارانو ۱۵ د سرو زرو مډالونه او ۲۵ د سپینو زرو مډالونه ګټلي، تر څنګ له بیلابېلو رشتو څخه ګڼ شمېر ځوانانو ملي لوبډلو ته لاره موندلې.
د غونډې په پای کې د میدان وردګ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبيب الله م.ــج..اهد ټولو ځوانانو او افغان ملت ته د دې سترې بریا مبارکي ورکړه او مراسم یې په دعا سره پای ته ورسول.
