میدان وردګ؛ دایمیرداد ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۱:۳۸
میدان وردګ؛ دایمیرداد ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې ا و رزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ جلګې سیمه کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د چنګې بازانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د چنګې بازانو او ګلدره سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ګلدره سټار لوبډلې په ټاکلو اتو اورونو کې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۸۸ منډو هدف وټاکه. چنګي بازانو لوبډلې یاد هدف د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپير یې بریا خپله کړه.

یادې سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د مینې او محبت فضأ رامنځته کولو په موخه ترسره شوې او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او لوبغاړو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۲۸
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکر ګاه ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولايت د‌ مرکز لښکرګاه ښار اړوند اوومې حوزې کوچني کارېز سيمه کې د ځوانانو د يووالي په نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۲۷
Background image

هلمند؛ په ناد علي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۲:۴۵
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای دویم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای دویم پړاو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS