میدان وردګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شمس الله مایار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې شمس الله مایار لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې جغتو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ لرې پرتو سیمو ته د ورزش رسولوپه موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
