ميدان وردگ کې د ۷ ولايتونو ترمنځ د کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۳:۲۶
ميدان وردگ کې د ۷ ولايتونو ترمنځ د کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د کېک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د ۷ ولايتونو ۸۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې له کابل، غزني، باميان، پکتيا، لوگر، پکتيکا او کوربه ميدان وردگ ولایت څخه ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې يې ميدان وردگ لومړی، کابل دويم او پکتيکا درېيم مقام خپل کړ.

دا سيالۍ د ورزشکارانو د هڅونې په موخه وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۵:۱۰
Background image

ارزګان کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۵:۸
Background image

ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

چد ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۷ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS