ميدان وردگ کې د غرختنې ۳۰ کسيزه لوبډله د خواجه علي داد غر لوړې څوکې ته وختله

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۸:۴۲
ميدان وردگ کې د غرختنې ۳۰ کسيزه لوبډله د خواجه علي داد غر لوړې څوکې ته وختله

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غرختنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د غرختنې ۳۰ کسيزه لوبډله د خواجه علي داد غر لوړې څوکې ته وختله.

د غرختنې دغې ۳۰ کسيزې لوبډلې د خواجه علي داد غرونو ۳۰۰ متري واټن لوړه څوکه طی کړه.

د يادولو وړ ده، چې د نويو ځوانانو په کټگورۍ کې الیاس او په ځوانانو کټگورۍ کې بيا عمران لومړي مقامونه ترلاسه کړ.

هېره دې ونه، چې د يادې غرختنې موخه د ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٤ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په نغمه بازار کې د ٥٤ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۲۳
Background image

له ١٧ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډله د آسیا ملتونو جام ته د لارموندنې پړاو سیالیو کې د ګډون لپاره د میانمار یانګون ښار ته ورسېده.

له ١٧ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډله د آسیا ملتونو جام ته د لارموندنې پړاو سیالیو کې د ګډون لپاره د میانمار یانګون ښار ته ورسېده.

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۲۲
Background image

ارزگان؛ په مرکز ترینکوټ کې د اووه لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ارزگان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ترینکوټ کې د پوهنتون د اووه پوهنځیو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS