ميدان وردگ؛ چک لوبډلې د اختریز جام په نوم د غشو ويشتلو سياليو اتلولي وگټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۱:۸
ميدان وردگ؛ چک لوبډلې د اختریز جام په نوم د غشو ويشتلو سياليو اتلولي وگټله

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او د چک ولسوالۍ ورزشي کمېټې په گډه همکارۍ په چک بند سيمه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د اختریز جام په نوم د غشو ويشتلو سيالۍ د چک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د چک او محمد يارخېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې چک لوبډلې سيالې لوبډلې ته ۴۰/۴۳ نمرو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو غوره لوبغاړی د بلاق لوبډلې نه مشفق وټاکل شو، چې له نورو ښه ځلیدلی و.

هېره دې نه وي، چې چهارشنيې لوبډلې د يادو سياليو درېيم مقام په خپل نوم کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS