ميدان وردگ؛ په چک ولسوالۍ کې د پنځو ښوونځيو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د چک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د يادې ولسوالۍ په حضرت عمر فاروق (رض) عالي لېسه کې د پنځو ښوونځيو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالۍ د غازي گل احمد خان لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د حضرت عمر فاروق (رض)، غازي گل احمد خان، شهدای ابپران، امبو خاک او عربانو ښوونځيو لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې غازي گل احمد خان لېسې لوبډلې خپلې سيالې عربانو لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د يادونې وړ ده، چې د يادو سياليو د ترسره کېدو موخه د ښوونځيو زده کوونکو ترمنځ مينه، يووالی، او اخوت رامنځته کول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.