ميدان وردگ؛ په ميدان ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې
د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه ترسره شوې، په پايله کې رحيم الله لومړی، عزت الله دويم او مقیم بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.
د یادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
