ميدان وردگ؛ په سيداباد ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچوونې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۷:۱۵
ميدان وردگ؛ په سيداباد ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچوونې سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د سيدآباد ولسوالۍ په حمزه خېلو کلي کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچوونې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې سیف الله لومړی، حمزه دويم او نور الله بيا درېیم مقام ترلاسه کړ.

د يادولو وړ ده، چې دغه سیالۍ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه ترسره شوې او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۳۲
Background image

ننگرهار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د پانکريش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د پنځو ولايتونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۹
Background image

زابل کې ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د قوت الرمي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د پنځو ولايتونو ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي دوه ورځينۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS