ميدان وردگ؛ په سيدآباد ولسوالۍ کې د ۲۹ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۱۳:۵۸
ميدان وردگ؛ په سيدآباد ولسوالۍ کې د ۲۹ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په همغږۍ د اسيدآباد ولسوالۍ په باريکک کلي کې د ۲۹ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د خالص باريکک سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د خالص باريکک سټار او فرونگ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، خالص باريکک سټار لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۵۷ منډو هدف کېښود، فرونگ لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۱۵ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ورزشکارانو هڅول او لرې پرتو سيمو کې ورزش ته وده ورکول و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS