ميدان وردگ؛ مرکز ميدان ښار کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۲۱:۲۴
ميدان وردگ؛ مرکز ميدان ښار کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري په ميدان ښار کې د موج قدرت او استاد رفيع الله کلبونو د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې د موج قدرت کلب ورزشکارانو لومړی مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول او ورزش ته د سيمه ييزو خلکو هڅول ياد شوي وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS