ميدان وردگ؛ جلرېز ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د غشو ويشتلو سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۹:۳۵
ميدان وردگ؛ جلرېز ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د غشو ويشتلو سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د جلرېز ولسوالۍ په سر چشمه دره کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د غشو ويشتلو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو لرې والی ښودل شوی وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د يادو سياليو په پای کې د ياد ولايت د سپورټي امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS