ميدان وردگ؛ تگاب راموز لوبډلې د فوټبال خزاني سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۹:۱۹
ميدان وردگ؛ تگاب راموز لوبډلې د فوټبال خزاني سياليو اتلولي وگټله

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ ورزش ته د ودې ورکولو او سالمې تفريح برابرولو په موخه د فوټبال خزاني سيالۍ د تگاب راموز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې تگاب راموز لوبډلې خپلې سيالې دامن راموز لوبډلې ته د ۵ پر ۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې دغو سياليو لس ورځې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۵۷
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خواجه بابا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د کندز ولایت سربېره له ګل تیپې، کلباد، قلعه زال او امام صاحب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۴۷
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کبډي سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولايت د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کبډي ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کبډي سيالۍ د الــ..منصور لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS