ميدان وردگ؛ استقلال لوبډلې د بهسودو اولې برخې ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۵:۱۶
ميدان وردگ؛ استقلال لوبډلې د بهسودو اولې برخې ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په شاه مردان بازار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په يادو سياليو کې د قول خشک، چهار پسخه، کوه بابا، سفید کوه، استقلال او اتحاد لوبډلو گډون کړی وو، چې پايلوبه يې د استقلال او اتحاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د ۱/۳ ميدانونو په توپير د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د ورزشکارانو تر منځ يووالی او د يادې لوبې وده ياده شوې وه، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS