ميدان وردگ؛ اتحاد ځواک لوبډلې د اختريز جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۱۰:۱۸
ميدان وردگ؛ اتحاد ځواک لوبډلې د اختريز جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د جلگې ولسوالۍ بابک کلي کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د اختريز جام په نوم د واليبال سيالۍ د اتحاد ځواک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې اتحاد ځواک لوبډلې سيالې دورانيو لوبډلې ته د ۱/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

دغه سیالۍ، چې پنځه ورځې يې دوام وکړ، په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۴۶
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ١٢ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۴۴
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ په ۴۰۰ متره واټن کې ترسذه شوې، چې په پایله کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۴۳
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کي د ١٨ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ګلشاخېل ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو بایلوبه. . .

BACK TO NEWS