ميدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ۵۰ غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غشي ويشتلو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د بند چک ولسوالۍ په بلاق کلي کې د دوو لوبډلو " ۵۰ " غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو سيالۍ د مشفق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايله کې مشفق لوبډلې خپلې سيالې محمد يار خېلو لوبډلې ته د ۷۷/۶۷ نمرو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ د يووالي رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.