ميدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۴۸غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو سيالي ترسره شوه
د ميدان وردګ ولايت د بند چک ولسوالۍ په شهباز خان کلي کې د دوو لوبډلو( شهبازخان او بابا قعله ) لوبډلو د ۴۸غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو يو ورځنۍ سيالي ترسره شوه.
د يادې سيالۍ په پای کې د بابا قعلی ۲۴ کسيزې لوبډلې خپلې سيالې شهباز خان لوبډلې ته د ۷۴-۴۵ نومرو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
هېره دې نه وې، چې د دغې سيالۍ په مراسمو کې د سيمې نورو غشي ويشتونکو، سپين ږيرو او ګڼو نندارچيانو ګډون کړی و.