ميدان وردګ؛ د پنځو ولایتونو د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي داوود مبارز لوبدلې وګټله
د ميدان وردګو ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او والیبال فدراسیون د استازولۍ په ګډې همکارۍ د یاد ولایت د مرکز میدان ښار په مرکزي جمنازیوم کې د پنځو ولایتونو( میدان وردګ، لوګر، بامیان، کابل او بغلان) د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال تشویقې سیالۍ، چې پنځه ورځې وړاندې پیل شوې وې، د داوود مبارز لوبډلې په اتولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پای لوبه کې داوود مبارز لوبډلې خپلې سیالې ځواک میدان ښار لوبډلې ته د ۳-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او د دې سیاليو اتلولي يې وګتله.
د سیالیو په پای کې لومړي مقام ګټونکي لوبډلې ته شل زره افغانۍ او دویم مقام ګټونکې ته لس زره افغانۍ او کپونه ورکړل شول.
دغه سیالۍ، چې موخه يې د ولایتونو د لوبغاړو تر منځ یووالی، همغږي او د ځوانانو ورزش ته هڅونه وه، چې د پای لوبې په مراسمو کې يې ورزشي مسوولينو، امنيتي چارواکو، ورزشکارانو او د ورزش زرګونو مينوالو ګډون هم کړی وو.
