ميدان وردګ؛ جلرېز ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې
د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستی سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د تنکیو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او ١٠٠ او ٢٠٠ متره واټن کې ترسره شوې، چې په ١٠٠ متري واټن کې مهیدي لومړی، مهدي دویم او عبدالرحیم درېیم مقام خپل کړ او په ٢٠٠ متري واټن کې بیا سید رضأ لومړی، عبدالله دویم او علي یار بیا درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ ځغاستې ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
