مومندرې ګردي غوث لوبډلې د ننګرهار لالپورې ولسوالۍ د والیبال سیالیو پایلوبې ته لار ومونده
یادې سیالۍ د ځوانانو سالمې روزنې، یووالي او لېرې پرتو سیمو ته د ورزش رسولو په موخه د لالپورې ولسوالۍ په چکنور سیمه کې پیل شوي چې پایلوبې ته یې د مومندرې ګردي غوث لوبډلې لار ومونده.
د دې سیالیو لومړنۍ نیمه پایلوبه د " مومندرې ولسوالۍ ګردي غوث او بټي کوټ عمران زیرک" لوبډلو ترمنځ ترسره شوې چې د " ۲ - ۰ "پایلې سره مومندرې لوبډلې وګټله او په دې بریا سره یې ځان تر پایلوبې ورساوه.
یادې سیالۍ د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش ریاست او والیبال فدراسیون په همغږۍ د والیبال ۳۲ لوبډلو په ګډون پیل شوي چې څو اوونۍ يې دوام درلود.
