مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د خپل سفر په دوام د کندز ولايت د وزلوبې له ورزشي ميدان څخه ليدنه وکړه

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د کندز ولايت د وزلوبې له ورزشز ميدان څخه ليدنه وکړه او د دغه ميدان د بيا رغونې او خونديتوب لپاره يې د ياد ولايت ورزشي مسولينو ته ځينې لارښوونې وکړې.
ښاغلي وثيق ياد ميدان د هيواد په کچه د وزلوبې لپاره خوندي او د زيات نفوس مينوالو ځايوونکی ميدان ياد کړ، هغه همداراز زياته کړه، چې د بيا رغونې لپاره يې بايد له خصوصي سکتور او ملي سوداګرو سره خبرې وشي، ترڅو ياد ميدان خوندي او د خلکو د ورزشي تفرېح لپاره مناسب او په معيار برابر ورغول شي.