مطمئن: راتلونکي کې مو پلان دا دی چې د ولسوالیو په سطحه سیالۍ برابرې کړو

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۷ - ۹:۴۱
مطمئن: راتلونکي کې مو پلان دا دی چې د ولسوالیو په سطحه سیالۍ برابرې کړو

د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي رئیس انجینر نظرمحمد مطمئن وايي، د ورزش اداره پخپل راتلونکي پلان کې هوډ لري چې د مرکزونو په ګډون په ولسوالیو کې هم سیالۍ برابر کړي، چې په دې ډول به ورزش تر کلیو رسېدلی وي.

دغه څرګندونې ښاغلي مطمئڼ د واليبال فدراسيون او د خوست ولايت د ورزشي مسوولينو ستاينغونډه کې وکړې.

انجنیر نظر محمد مطمئن چې په دې غونډه کې خبرې کولې زیاته کړه، له تاسو ټولو څخه مننه کوم چې په دې موده کې مو له محدودو اسانتیاوو سره سره ستر ورزشي پروګرامونه جوړ کړل.

زه د المپیک ملي کمیټې او د بدني روزنې او ورزش له عمومي ریاست له خپلو همکارانو مننه کوم چې د دوی ګټورو مشورو له امله موږ وکولی شول په ټول هیواد کې د ورزش وضعیت ښه کړو.

نوموړي د ولایت ورزشي مسوولینو ته په خطاب کې وویل، ښايي ولایتي رسنیز پوښښ کې ستونزه موجوده وي، خو ان شاءالله هڅه به وکړو چې تاسو ته د ورزشي پروګرامونو د ښه پوښښ لپاره د نشراتي وسایلو او اسانتیاوې برابرې کړو.

ښاغلي مطمئن پر ګډونوال غږ وکړ، چې دا ډول ستاینغونډې دا معنی نه لري، چې نور نو کار پای ته رسېدلی دی، بلکې مسؤلیت مو لا ډېروي او تعهد مو پیاوړ کوي چې لا ډېر کار وکړو.

په دې غونډه کې د خوست د ورزشي رهبرۍ په استازیتوب د یاد ولایت ورزشي امر عطاءالله کډوال او د ولیبال فدراسیون په استازیتوب د دې فدراسیون رئیس ناصر احمد نوري هم د مننې تر څنګ د لا ښو فعالیتونو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۰
Background image

پکتيا؛ څمکنيو ولسوالۍ کې د K1 کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کېک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۹
Background image

کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست لهدلوري د یاد ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې ٢٥ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۴
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٨ړلوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ١٩ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS