محمداعظم کوهي د وزن پورته کولو سیالیو د لوبڅاري لپاره چین ته روان شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۴ - ۱۵:۳
محمداعظم کوهي د وزن پورته کولو سیالیو د لوبڅاري لپاره چین ته روان شو

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د فدراسیونونو امر او د وزن پورته کولو فدراسیون رئيس محمداعظم کوهي د المپیک ملي کمېتې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ سره تر لېدنې او مخې ښې وروسته، د چین هېواد هانګژو ښار په کوربتوب ۱۹ پړاو اسیایي سیالیو کې د وزن پورته کولو سیالیو د لوبڅاري لپاره چین ته روان شو.

ښاغلی کوهي د وزن پورته کولو بین المللي فدراسیون له لوري د وزن پورته کولو اسیایي سیالیو کې د لوبڅار په توګه ټاکل شوی او هلته به د افغانستان په استازیتوب د لوبڅاري چاري پرمخ بیایي.

محمداعظم کوهي په ۲۰۰۰ کال کې د وزن پورته کولو په برخه کې تر عملي او نظري ازموینې وروسته د وزن پورته کولو بین الملي فدراسیون له لوري د لومړۍ درجې لوبڅار په توګه وټاکل شو.

نوموړي له هغه را وروسته د وزن پورته کولو په ګڼ شمېر بین المللي سیالیو کې د لوبڅار په توګه دنده ترسره کړې.

د چین هېواد د هانګژو ښار په کوربتوب اسیایي سیالۍ د ۴۵هېوادونو د ۱۲زرو او ۵۰۰ وزرشکارانو په ګډون د سپټمبر په ۲۳نېټه پیل شوې چې د افغانستان د وزن پورته کولو ورزشکارانو په ګډون د ۱۵ ورزشي رشتو تر ۸۰ زیات ورزشکاران هم پکي برخه لري، چې تر دې مهاله ښې لاسته راوړنې هم پکي لري.

د وزن پورته کولو فدراسیون د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د وزن پورته کولو سیالۍ به د سپټمبر په ۳۰ نېټه پیل شي چې شاوخوا اته ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS