لوگر کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د شاهين برکي برک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۹:۵۸
لوگر کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د شاهين برکي برک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او د فوټبال ملي فدراسیون په گډه همکارۍ او د OCHR مؤسسې په مالي ملاتړ د پل علم ښار په مرکزي فوټبال سټډيوم کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوه نيمې مياشتې مخکې پيل شوې وې د شاهين برکي برک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق، د دې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال فدراسيون رييس محمد یوسف کارگر، د لوگر ولايت د ورزش آمر انجينر مزمل نعيم زي، ورزشکارانو او د ورزش گڼ شمېر مينوالو گډون کړی وو.

د يادو سياليو پايلوبه د شاهين برکي برک او طوفان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې شاهين برکي برک لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۴ پر ۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې د لوگر ولايت د ورزش آمريت له لوري لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه، ستاينليکونه او د يادې موسسې مسؤلينو له خوا لوبډلو ته ورزشي وسايل ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۳۴
Background image

بلخ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رحيمي کمپ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۲۹
Background image

کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د چهاردرې ولسوالۍ ورزشي کمېټې له لوري د دې ولسوالۍ په نوآباد سیمه کې د اووه لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

کندز کې د ١٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند باغ شرکت سیمه کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د سییمه ییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ٥٠ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS