لوگر؛ مرکز پل علم کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو اوسپورټ سبک سيالۍ وشوې
د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پل علم کې له کابل، ننګرهار، پکتيا، خوست، لوګر او غزني ولايتونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو اوسپورټ سبک دويم پړاو سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ په بېلابېلو کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې لوګر لومړی، کابل دويم او پکتيا ولايت بیا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه لوګر کې د اوسپورټ سبک ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
