لوگر؛ محمداغې ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د عبیده کاروان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د یووالي جام په نوم د فوټبال ګروپي سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې د یاد ولایت د محمداغې ولسوالۍ په سرخ اباد ورزشي لوبغالي کې پیل شوې وې د عبیده کاروان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د عبیده کاروان او طوفان محمداغې لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې د عبیده کاروان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د سیالۍ په پای کې د محمداغې ولسوالۍ ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته جایزې ورکړل شوې.
