لوگر؛ شاويس قرن لوبډلې د آزادي جام په نوم د فوټسال سياليو اتلولي وگټله
د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او د فوټسال کمېټې په گډه همکارۍ د مرکز پل علم ښار په لودين جمنازيوم کې د مرکز او ولسوالیو په کچه د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ازادي جام په نوم د فوټسال سيالۍ د شاويس قرن لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې شاويس قرن لوبډلې خپلې سيالې لوگر ځوانانو لوبډلې ته د ۳ پر ۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او د ياد جام اتلولي يې خپله کړه.