لوگر؛ ؛ مرکز پل‌علم ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۱:۸
لوگر؛ ؛ مرکز پل‌علم ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۲۲ ورزشکاران د لوګر ولایت د سوک وهنې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د لوګر ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و، چې یو ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د لوګر ورزشي امریت له لوري غوره لوبغاړو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۵
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۲
Background image

مولوي امیر خان مت.قي د غیږنیونې بین المللي جشنوارې ګډون کوونکو هیوادونو استازو ته: موږ غواړو د ورزش له لارې له نړۍ سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړو

د افغانستان ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیـرخان متـ..ــقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي خپل کاري دفتر ته وربللي وو او له دوی سره په خبرو کې یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د يووالي جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS