لوګر کې د ۴۰۰ زره ډالرو په لګښت يو معياری ورزشي کمپلکس جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۸:۰
لوګر کې د ۴۰۰ زره ډالرو په لګښت يو معياری ورزشي کمپلکس جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د ملي پانګوال محمد رومل اکرم يار لوري د لوګر ولايت په کلنګار سيمه کې د ۴۰۰ زره امريکايي ډالرو په لگښت يو معياري ورزشي کمپلکس جوړ او نن د هېواد ورزش ادارې د عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او مل پلاوی په شتون کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دغه ورزشي کمپلکس، چې په يوه وخت کې د ۶۰۰ څخه زیاتو نندارچيانو ظرفيت لري، پکې به د فوټسال، واليبال، بوکسېنګ، بدن ښکلا او ووشو ورزشکاران خپل تمرینات او سيالۍ ترسره کوي.

د ياد ورزشي کمپلکس د پرانيستې په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق ټولو ته خپلې نيکې هيلې وړاندې کړې او زياته کړه چې الحمدلله موږ اوس له يو ښه امنيت څخه برخمن يو، چې له امله يې افغانستان اوس د ورزش سربېره په هره برخه کې د پرمختګ په حال کې دی.

نوموړي همدارنګه د کلنګار د ورزشي کمپلکس د جوړونکو او همکارانو څخه مننه وکړه، چې د ورزش د ودې او د ځوانانو د سالمې روزنې لپاره يې دغه ډول يو معياري ورزشي کمپلکس جوړ کړی دی.

دغه راز د کلنګار ورزشي کمپلکس بنسټ ګر محمد رومل اکرم يار، ټولو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دې ورزشي کمپلکس په اړه معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه د لوګر ولايت مرستيال والي مولوي محمد انور دين پرور بیا ځوانانو ته په خطاب کې وويل، چې تاسو هغه خلک يئ چې د ورزش په ميدان کې د ټولو افغانانو هيله تاسو ته ده، چې سبا به دورزش په ميدان کې له نورې دنيا سره مقابله کوئ او د ورزش ميدانونه به ګټئ او د دې ورزشي کمپلکس مبارکي يې ټول لوګر ته او په ځانګړې ډول د کلنګار اوسيدونکو ته وويله.

د‌ ياد ورزشي کمپلکس د پرانيستې پر مهال د کابل منتخبې او کلنګار ورزشي کمپلکس لوبډلو ترمنځ يوه دوستانه سيالۍ هم ترسره شوه، چې کوربه کلنګار لوبډلې د ۳ - ۲ ميدانونو په توپير بريا خپله کړه.

د ويلو ده، چې د ياد ورزشي کمپلکس د پرانستې په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئیس او مل پلاوي سربېره، د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دين پرور، د دې ولايت د بدني روزنې او ورزش آمر مزمل نعيم زي، سيمه ايزو مسوولينو، ورزشکارانو او گڼ شمير د ورزش مينوالو ګډون کړی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کابل؛ د ورزش ادارې په انګړ کې د نيالګيو کېنولو ملي کمپاین پيل شو

کابل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مرسته د ورزش ادارې په همغږۍ د يادې ادارې په انګړ کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو، چې له مخې به یې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په جريان کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۶:۴۶
Background image

د بډمنټون ملي فدراسیون او نجیب تلاش خیریه بنسټ ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بډمنټون ملي فدراسیون او نجیب تلاش خیریه بنسټ ترمنځ د ٢٠٢٦ کال کابل بډمنټون اتلولي سیالیو د مالي ملاتړ ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۸:۰
Background image

لوګر کې د ۴۰۰ زره ډالرو په لګښت يو معياری ورزشي کمپلکس جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د ملي پانګوال محمد رومل اکرم يار لوري د لوګر ولايت په کلنګار سيمه کې د ۴۰۰ زره امريکايي ډالرو په لگښت يو معياري ورزشي کمپلکس جوړ او. . .

BACK TO NEWS