لوګر کې د والیبال کلپ پرانېستل شو
د تېره جمعې په ورځ په ورځ د لوګر ولایت د والیبال فدراسیون تر چتر لاندې د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ پل قندهاري بازار اړوند د اتفاق محمداغې د والیبال کلپ رسما پرانېستل شو.
د لوګر ولایت د والیبال فدراسیون مسوول د ټولو لوبغاړو په استازیتوب د اتفاق محمداغې له لوبغاړو څخه مننه کوي، چې تل یې د ورزش په ډګر کې مالي او ځاني زحمتونه ایستلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د لوګر ولایت والیبال فدراسیون له خوا په دغه ولایت کې د پسرلني جام په نوم د والیبال سیالۍ هم پیل شوې.
