لوګر کې د فوټبال لوبې پیل شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۱۰:۳۷
لوګر کې د فوټبال لوبې پیل شوې

په لوګر ولایت کې د ۱۲ لوبډلو تر منځ د فوټبال لوبې پیل شوې، چې ټولې لوبډلې به په دوه ګروپونو کې لوبې وکړي.

یادې لوبې تېره ورځ د کب په دیارلسمه نېټه پیل شوې.

د یادو لوبو په پرانېستو مراسمو کې د لوګر ولایت ورزشي مسوولینو او د فوټبال فدراسیون رییس ګډون کړی و.

د یادو لوبو په پیل کې لومړۍ لوبه د محمداغې اتفاق لوبډلې او احمدزي‌قلعه لوبډلو تر منځ وشوه، چې یو د صفر پر وړاندې محمداغې اتفاق لوبډلې وګټله.

د یادونې وړ ده، چې دغه لوبې د لوګر ولایت ورزشي میدان کې د هرې جمعې په ورځ کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۵۴
Background image

د غزني مرکز کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د اشي هارا کراټې ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اشي هارا کراټې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د اشي هارا کراټې نولسم پړاو ټاکنيزې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۴۷
Background image

بامیان؛ غلغله بازار کې د ۱۵ لکه افغانيو په ارزښت د فوټسال ورزشي لوبغالی پرانیستل شو

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د يو تن ملي سوداګر له لوري په غلغله بازار کې د ۱۵ لکه افغانيو په ارزښت د اتحاد په نوم د فوټسال ورزشي لوبغالی پرانیستل شو.

دغه ورزشي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۹:۳۸
Background image

سمنگان؛ مرکز ايبک ښار کې د ۲۵ زره ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د ملي سوداګر احمد اميد له لوري په مرکز ايبک ښار کې د ۲۵ زره ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو او ګټې اخيستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS