لوګر؛ په مرکز داود خېلو کلي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۹:۳
لوګر؛ په مرکز داود خېلو کلي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې

د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په لارښوونه د مرکز اړوند داود خېلو کلي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختریزې سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل لوبه د مرکز لوګر اتلانو او محمد اغې ولسوالۍ د جابر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه لوکر اتلانو لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د څلورو لوبغاړو په زيان ۱۹۷ منډې هدف کېښود، د لوبې په‌ دويمه پاڼۍ کې جابر لوبډله د ياد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او ټولو لوبغاړو په زيان يې ۱۴۰منډې جوړې کړې او په ۵۷ منډو يې ماتې وخوړه.

هېره دې نه‌ وي، چې دغه سيالۍ به يوه مياشت دوام وکړي، د لوبې په پای کې د ياد ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت له لوري غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS