لوګر؛ په محمد اغه ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري په محمد اغه ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سياليو اتلولي شاهين لوګر لوبډلې خپله کړه.
يادو سياليو يوه مياشت دوام وکړ او په پايلوبه کې شاهين لوګر لوبډلې خپلې سيالې اتفاق محمد اغې لوبډلې ته د ۳_۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه او ستاينليکونه ورکړل شول.