لوګر؛ په برکي برک ولسوالۍ کې د واليبال سیالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۹:۳
لوګر؛ په برکي برک ولسوالۍ کې د واليبال سیالۍ پيل شوې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د والیبال فدراسیون په همغږۍ د لوګر ولايت برکي برک ولسوالۍ په برکي راجان بازار کې د خزاني جام په نوم د مرکز او ولسواليو د ٢٠ لوبډلو په ګډون د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

دغه سیالۍ، چې درې اوونۍ به دوام وکړي، د پيل په لوبه کې يې د فريد احمد لوبډلې د ٢-١ ميدانونو په توپیر دوشيخ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د يادو سياليو موخه د لوګر ولايت په کچه د والیبال لوبې پراختيا، د لوبغاړو ترمنځ يووالى، اتفاق او له نشه يي توکو سره مبارزه او د ځوانانو تشویق دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS