لوګر؛ پل علم کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۴:۲۳
لوګر؛ پل علم کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټسال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز پل علم ښار اړوند لودین مرکزي جمنازیوم کې د مرکز او ولسوالیو ۲۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د لوګر ځوانانو او نبر لوګر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ځوانانو لوبډلې د ۶/۱ ګولونو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

دغه سیالۍ چې په لوګر کې د فوټسال سیالیو د ودې او د لوبغاړو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي، یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS