لوګر؛ مرکز پل علم کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۰:۱۰
لوګر؛ مرکز پل علم کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په مرکز پل علم ښار کې د مرکز او ولسواليو د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د خزاني جام په نوم د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو ټولې لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوي چې په هر ګروپ کې به څلور لوبډلې له یو بل سره لوبې ترسره کړي چې لومړۍ لوبه د باستان غازي امان الله خان او اتحاد جوانان برکي برک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې د باستان غازي امین الله خان لوبډلې د ٢ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.

دغه سيالۍ په لوګر کې د فوټبال د ودې او د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي چې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS