لوګر؛ مرکز پل علم ښار کې د ۲۰۸ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړند د ووشو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز پل علم ښار کې له مرکز او ولسوالیو د ۲۰۴ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پای کې یې ۱۰۴ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
یادې سیالۍ د ووشو په برخه کې د غوره ورزشکارانو د موندلو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
