لوګر؛ محمد آغې ولسوالۍ کې د ٧٠ ورزش کارانو ترمنځ د کیوکوشین کراټې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۰:۵
لوګر؛ محمد آغې ولسوالۍ کې د ٧٠ ورزش کارانو ترمنځ د کیوکوشین کراټې سیالۍ ترسره شوې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کیوکوشین کراټې فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د څلورو کلبونو د ٧٠ ورزش کارانو ترمنځ د کیوکوشین کراټې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د سرخ آب، ذاهد آباد، واغجان او چهاراسیاب کلبونو ورزش کارانو ګډون کړی و چې په پایله کې یې د ذاهد آباد کلب لومړی، د سرخ آب کلب دویم او واغجان کلب درېیم مقام ترلاسه کړ.

يادې سیالۍ د ورزشکارانو د تخنیکي کچې لوړولو او د دغه ولایت د ځوانانو ترمنځ د یووالي د رامنځته کولو په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۲۰
Background image

دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ځغاستې اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو په عمري کټګورۍ کې د ځغاستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۵۲
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۵۰
Background image

رقابت‌های دست کشتی میان ۲۰ تن در شهر زرنج برگزار شد

رقابت‌های دست کشتی میان ۲۰ تن از سوی مدیریت بازی‌های ملی و محلی در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت نیمروز، در مرکز شهر زرنج برگزار شد.

در این‌ رقابت ها ۱۰ تن حریفان خود را شکست. . .

BACK TO NEWS