لوګر؛ محمد آغې ولسوالۍ کې د سوکیو کیشن کان کراټې ١٥ ورزش کارانو ته د ارتقا کمربندونه ورکړل شول
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د سوکیوکیشن کان کراټې فدراسيون د استازولي له لوري د ياد ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د يادې ورزشي رشتې ١٥ تنو ورزش کارانو ته د ارتقا کمربندونه چې دوه یې د استادي او پاتې نور د پنځم او شپږم مقامونو و؛ ورکړل شول.
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر، د يادې ورزشي رشتې د فدراسیون استازي، ګڼو ورزش کارانو، د کلپونو استادانو او نورو مسؤولانو ګډون کړی و.
د مراسمو په پای کې د سوکیوکیشن کان کراټې ورزشکارانو له لوري د دغې ورزشي رشتې د ودې، د لوبغاړو ترمنځ د یووالي او له نشه يي توکو سره د مبارزې په موخه په زړه پورې ورزشي نندارې ترسره شوې.
د مراسمو په پای کې د لوګر د ورزشي آمریت له لوري ورزشکارانو ته ستاینلیکونه او ورزشي بیکونه د ډالۍ په توګه ورکړل شول.