لوګر؛ محمدآغې ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ د (لوګر اتلان) لوبډلې په بري پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۵:۸
لوګر؛ محمدآغې ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ د (لوګر اتلان) لوبډلې په بري پای ته ورسېدې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ او د محمد آغې ولسوالۍ د والیبال کمېټې له لوري د یادې ولسوالۍ په غزني خیلو کلي کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والییال سیالۍ پای ته ورسیدې.

د یادو سیالیو پایلوبې ته د (لوګر اتلان) او (اتفاق محمداغې) لوبډلو لاره موندلې وه، چې د لوګر اتلانو د ۱/۳ په توپیر د (اتفاق محمداغې) لوبډلې ته ماتې ورکړه او پایلوبه یې وګټله.

یادو سیالیو چې یوه میاشت دوام وکړ، له مرکز پل علم سربېره پکې د ولسوالیو په کچه لوبډلو برخه اخیستې وه، چې موخه يې د لوبغاړو ترمنځ د یووالي او همغږي زیاتول او له نشه یي توکو د ځوانانو ساتنه یاده شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS