لوګر؛ شاهین برکي راجان لوبډله د برکي برک ولسوالۍ د فوټبال سیالیو اتلولي وګټله
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په برکي راجان ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د شاهین برکي راجان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د شاهین برکي راجان او چهلتن لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې شاهین برکي راجان لوبډلې د ۱/۰ ګول په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
د سیالیو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي جام او غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه، مډالونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.
