لوګر؛ د یو نیم میلیون افغانيو په ارزښت د ورزشي اماکنو رغنیزې چارې پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۹:۳۲
لوګر؛ د یو نیم میلیون افغانيو په ارزښت د ورزشي اماکنو رغنیزې چارې پیل شوې

د OCHR مؤسسې د استازو له لوري د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش په آمریت امریت کې د یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ورزشي اماکنو رغنیزې چارې پیل شوې.

د OCHR مؤسسې د مسؤولانو په خبره په دغې پروژه کې د ٣٦ مترو په اوږدوالي د ياد ولايت د ورزشي آمريت د احاطې دېوال، د ياد ولايت د فوټبال د لوبغالي د ځينو برخو بیا رغونه، د لوبغاړو د لیلیې د ودانۍ د ځینو برخو بیا رغونه او د ورزش آمریت په انګړ کې د ١٢٠ متره ژورې څاه کېندل شامل دي.

د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق، د ياد رياست تخنیکي او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري، د لوګر ولایت ورزشي آمر مزمل نعیم‌زوی او د OCHR مؤسسې استازو ګډون کړی و، چې د هېواد د ورزش ادارې له لوري یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۳۲
Background image

ننگرهار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د پانکريش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د پنځو ولايتونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۹
Background image

زابل کې ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د قوت الرمي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د پنځو ولايتونو ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي دوه ورځينۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS