لوګر؛ د فريزبي ملي انتخابي سياليو پر لومړۍ ورځ څلور لوبې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۸:۵۱
لوګر؛ د فريزبي ملي انتخابي سياليو پر لومړۍ ورځ څلور لوبې وشوې

په لوګر ولايت کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست له لوري د ۸ ولايتونو د لوبډلو ترمنځ د فريزبي ملي لوبډلې د غوراوي سيالۍ پيل او پر لومړۍ ورځ يې څلور لوبې ترسره شوې.

د‌ دغو سياليو لومړۍ لوبه د غزني او جوزجان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په پايله کې غزني لوبډلې، خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲_۰ ګولونو په لوی توپير ماتې ورکړه او سيالي يې وګټله.

د نوموړې سيالي غوره لوبغاړی جاويد عثماني و، چې بهترين پاسونه او ګولونه يې ترسره کړه.

د دويمې سيالي لپاره د ننګرهار او هرات لوبډلې ميدان ته ښکته شوې او له يوې په زړه پورې سيالي وروسته هرات ولايت بريا تر لاسه کړه او سياله لوبډله يې د ۸ ګولونو په توپير ماته کړه.

د يادې دويمې سيالي غوره لوبغاړی موسی جويا و، چې د خپلې لوبډلې لپاره يې بهترينه لوبه ترسره کړه.

همدا راز درېيمه لوبه د لوګر او ميدان وردګ ولايتونو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې د لوګر لوبډله وتوانېده خپلې سيالې ميدان وردګ لوبډلې ته د ۱۱_۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړي وي او بريا خپله کړي.

د نوموړې سيالي غوره لوبغاړی قيس افغان و، چې د ګول او پاس په برخه کې يې ښکلې لوبه‌ نندارې ته وړاندې کړه.

د نن ورځې وروستۍ او څلورمه سيالي د کابل او غورو ولايتونو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د کابل لوبډلې خپله سياله لوبډله د ۸_۱ په لوی توپير ماته کړه او بريا يې خپله کړه.

د دغې سيالي غوره لوبغاړی سمیع الله و ټاکل شو.

بايد يادونه وشي، چې دغه سيالۍ په دوو ګروپونو کې د ليګ په شکل ترسره کېږي او له پايلوبې وروسته به د افغانستان د فريزبي ملي لوبډلې لپاره له مختلفو لوبډلو او ولايتونو څخه ۳۲ بهترين او غوره لوبغاړي وټاکل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۲۶
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشريف ښار کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې په حاجي مقيم بای ورزشي لوبغالي کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني ښار کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د نيايش مطبعې جام په نوم د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۲۰
Background image

کاپیسا کې د فوټبال ب ليګ سيالۍ د خراسان کوه بند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز محمود راقي ښار کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ب ليګ سيالۍ د خراسان کوه بند. . .

BACK TO NEWS