لوګر؛ برکي برک ولسوالۍ کې د پهلواني سیالۍ وشوې
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او د پهلواني فدراسیون د ځایي استازولۍ له لوري د دې ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د خزاني جام په نوم د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ وشوې.
دا سیالۍ په دوو سني ډلبندیو تنکیو ځوانانو او ځوانانو کې ترسره شوې، چې موخه یې د پهلوانۍ لوبې ته پراختیا ورکول او له نشهیي توکه سره مبارزه وه.
د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته ډالۍ هم ورکړل شوې
