لوګر؛ ازرې ولسوالۍ کې د لومړی ځل د ۱۵ لوبغاړو ترمنځ د تیږې اچونې خزاني سیالۍ وشوې
د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې لومړی ځل په رسمي ډول د بدني روزنې او ورزش آمریت په همکارۍ او هماهنګۍ د ۱۵ لوبغاړو ترمنځ د تیږې اچونې یو ورځنۍ خزاني سیالۍ په اکبرخېلو کلي کې ترسره شوې.
د تیږې اچونې په یادو سیالیو کې ننګيالي لومړی، بخت محمد دویم او جان آغا درېیم مقام خپل کړ.
د دې یو ورځنۍ سیالۍ موخه د دودیزو لوبو پراختيا، د لوبغاړو يووالى او له نشه يي موادو د ځوانانو ساتنه ښودل شوې ده.
د یادونې ده، چې د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري درې کسیز هئیت ازرې ولسوالۍ ته د هرې ورزشي برخې د لوبغاړو د احصایې راټولولو، مرستو او د غوره هماهنګۍ په موخه سفر کړی.
