له بدخشان ولايت څخه په بايسکل راغلی ورزشکار وستايل شو

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۲:۴۶
له بدخشان ولايت څخه په بايسکل راغلی ورزشکار وستايل شو

له بدخشان ولايت څخه کابل ته په بايسکل راغلی ورزشکار د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثیق له لوري وستايل شو او يو عراده بايسکل يې ډالۍ ورکړ.

ښاغلي وثیق د ياد ورزشکار دغه کړنه وستايله او له هغه يې وغوښتل، چې نور هم په‌ خپله برخه کې لا زيات کار وکړي او هيواد ته وياړونه ور وبښي.

هېره دې نه وي چې دغه ورزشکار حافظ ميرزايي نوميږي او له بدخشان څخه تر کابله پورې لاره يې په ۲۶ ساعتونو کې طی کړې وه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS