له المپيک سياليو څخه مډال راوړونکو ورزشکارانو ته جايزې ورکول کيږي

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۹ - ۸:۲۶
له المپيک سياليو څخه مډال راوړونکو ورزشکارانو ته جايزې ورکول کيږي

د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس او د المپيک ملي کمیټې سرپرست انجنير نظرمحمد مطمئن د فدراسيونونو له رئيسانو او مسؤلينو سره په جلسه کې ورزشکارانو ته د خوشحالۍ دا زېرى ورکړ.

ښاغلي مطمئن په دې جلسه کې هغو ورزشکارانو ته په اشارې دا خبره وکړه چې په المپيک سياليو کې به ګډون وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل،؛ هغه ورزشکاران چې په دې سياليو کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړي ١٥ لکه افغانۍ جايزه به ورکړل شي، د نقرې مډال راوړونکو ته به ١٠ لکه افغانۍ او د برونزو مډال راوړونکو ورزشکارانو ته ٥لکه افغانۍ جايزه په نظر کې نیول شوې ده. مطمئن په دې جلسه کې د هېواد په ورزش کې د وروستيو لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه هم خبرې وکړې او ورزشکارانو ته يې ډاډ ورکړ هغه بودیجه چې د بدني روزنې او المپيک په واک کې ورکړل شوې د ورزشکارانو حق دى او په ورزشي پروګرامونو به ولګول شي.

ښاغلي مطمئن ډاډ ورکړ چې المپيک په پاريس کې د ٢٠٢٤ کال المپيک سياليو اود ٢٠٢٣ کال اسيايي لوبو ته د هغو ورزشکارانو استولو ته ژمن دى چې ښه وړتيا ولري.

همداراز يې په اسلامي سياليوکې د افغانستان ورزشکارانو د ګډون يادونه هم وکړله چې تر راتلونکې يوې مياشتې به د ترکیې په کوربتوب ترسره کيږي په خبره يې؛ د هغو ورزشکارانو لپاره چې له دغو سياليو څخه د سرو زرو او يا هم نقرې مډال ترلاسه کړي يو عراده موټر او هغو ورزشکارانو ته چې د برونزو مډال وګټي يو عراده موټرسايکل د جايزې په ډول ورکول کېږي.

نوموړي د دې پيغام پر دوام د ښځينه لوبغاړو ورزشي فعالیتونو لپاره د يو مجهز کمپلکس رغولو يادونه هم وکړه چې د المپیک بين المللي کمېټې په مرسته به ورغولو شي د دې تر ترڅنګ يې د هېواد په شپږو زونو کې د ښځينه امريتونو ١٥سلنه تشکیل ترتيب هم د دې ادارې له لاسته راوړنو څخه وبلل.

همداراز يې د ورزشي ځايونو په اړه هم ښه خبر درلود، هغه ٢٧جمنازيمونه چې په ولايتونو کې رغول شوي چې د بېلابېلو ادارو په واک کې دي د بدني روزنې او ورزش رياست په واک کې ورکړل شول، چمن حضوري چې په دې وروستيو کلونو کې د بېلابېلو ادارو ترمنځ لاس په لاس کېده د بدني روزنې رياست په واک کې ورکړل شو.

د المپیک ملي کمیټې رئیس د خپلو خبرو پر دوام له ټولو فدراسيونونو وغوښتل چې د ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو ټاکلو لپاره ټاکنيزې سيالۍ پيل کړي چې ټول لګښت يې بدني روزنې او المپيک ملي کمیټې له لورې ورکول کيږي.

ښاغلي مطمئن په ورزشي فدراسيونونو کې د ټاکنو له ترسراوي هم يادونه وکړه چې د المپیک بين المللي کمېټۍ د منشور او فدراسیونونو اساسنامې مطابق په مرکز او ولايتونو کې د ټاکنو ترسره کېدلو پلان يې په مېز باندې دى.

نوموړي په پاى کې له ټولو رئيسانو، د فدراسیونونو له مسؤلینو او کارکوونکو څخه مننه وکړه چې په خبره يې؛ په پوره صداقت او ايماندارۍ سره يې خپلې دندې ترسره کوي او غوښتنه يې وکړه چې د افغانستان ورزش تر دې هم لاډېر کار او هڅو ته اړتيا لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ او د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د څمکنیو ولسوالۍ په لنډي راعه کلي کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ د منگل منتخبې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۲۳
Background image

زابل؛ شينکۍ ولسوالۍ کې د ۷۰ غېږ نيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د ۷۰ غېږ نيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د شينکۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۳:۲۶
Background image

بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د ژمي جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ګروپي سيالۍ پيل شوې. . .

BACK TO NEWS