لغمان کې د ۸۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۴:۲۰
لغمان کې د ۸۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ووشو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد امريت په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د ۸۵ ورزشکارانو ترمنځ د لغمان منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه د نويو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټگوريو کې د ووشو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې له بېلابېلو وزنونو څخه ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پای کې ۳۰ تنه په مشرانو، ۱۱ تنه په ځوانانو او ۱۰ تنه ورزشکاران بيا په نويو ځوانانو کټگوري کې د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۲۰
Background image

مولوي احمدالله وثیق د اوو هیوادونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د دودیزو لوبو په اړه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل:

نړۍوال باید پر دې پوه شي چې افغانستان اوس یو امن هېواد دی او راشي دلته لوبې وکړي او همداراز د افغانستان له طبیعي ښکلاوو څخه خوند واخلي.

له هغو بنسټونو چې د ورزش په برخه کې کار کوي هیله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لپاره بهرني ورزشکاران او رهبري غړي کابل ته را ورسېدل

د یادو ورزشکارانو د ښه راغلاست په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس او د ورزش ادارې رهبري غړو ګډون کړی و.

ښاغلي وثیق راغلیو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی مننه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۱۰
Background image

لږ وروسته کې به د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې په اړه رسنیز کنفرانس پیل شي! د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ٢۵۰۰ کسیز ورزشي جمنازیوم.

لږ وروسته کې به د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې په اړه رسنیز کنفرانس پیل شي!

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ٢۵۰۰ کسیز ورزشي جمنازیوم.

BACK TO NEWS