لغمان کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې رئيس شفيق الله لوبډلې خپلې سيالې شيخ محمد حسين لېسې لوبډلې ته د ۲-۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دا سيالۍ د لوبغاړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو او روزنې په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا ۲۸ ورځې به دوام وکړي.
